سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کابل- کندهار پر لویه لار د زابل ولایت په مربوطاتو کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د زمري ۲۴ مه د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د کابل- کندهار پر لویه لار رامنځ ته شوې.
د زابل امنیه قوماندان ډګروال مصطفی مایار وايي، د سړک د غاړې ماین د ولسي وګړو په سراچه موتر شوی، چې له امله یې په سراچه کې سپاره ۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
نوموړي و ویل، چې دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا اېښودل شوی وو او هلته فرعي لارې هم طالبانو په بمونو پوښلې دي.
مایار وايي، دا مهال د ماین پاکۍ ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د ماینونو په پاکولو بوخت دي.
جمهورخبري آژانس:زابل