زابل کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۵ ولسي وګړي و وژل

24 اسد 1397 ساعت 16:26

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کابل- کندهار پر لویه لار د زابل ولایت په مربوطاتو کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کابل- کندهار پر لویه لار د زابل ولایت په مربوطاتو کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د زمري ۲۴ مه د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د کابل- کندهار پر لویه لار رامنځ ته شوې.

د زابل امنیه قوماندان ډګروال مصطفی مایار وايي، د سړک د غاړې ماین د ولسي وګړو په سراچه موتر شوی، چې له امله یې په سراچه کې سپاره ۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي و ویل، چې دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا اېښودل شوی وو او هلته فرعي لارې هم طالبانو په بمونو پوښلې دي.

مایار وايي، دا مهال د ماین پاکۍ ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د ماینونو په پاکولو بوخت دي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 


د مطلب کود: 107420

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107420/

جمهور
  https://www.jomhornews.com