۰

کابل کې د یوه ښوونیز مرکز مخې ته ځانمرګی برید وشو

چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۴
پولیس چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د یوه ښوونیز مرکز مخې ته ځانمرګی برید شوی، چې تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نشته دي.
کابل کې د یوه ښوونیز مرکز مخې ته ځانمرګی برید وشو
پولیس چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د یوه ښوونیز مرکز مخې ته ځانمرګی برید شوی، چې تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نشته دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن چهارشنبې د زمري ۲۴ مه شاوخوا ۴ بجې د کابل ښار د ۱۳ امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې شوی دی.

عیني شاهدان او د کابل پولیس وايي، دغه برید په دشت برچي سیمه کې د موعد په نوم تعلمي مرکز مخې ته شوی دی.

تر اوسه په دغه برید کې د دوه تنو د وژل کېدو او  ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی برید تاییدوي خو وايي په اړه به یې جزیات ورسته د رسنیو په واک کې ورکړل شي.

د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جزیات به وروسته په لیکه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي