کابل کې د پروني ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۱۱۵ تنو ته ورسېده

25 اسد 1397 ساعت 9:41

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د پروني شوي ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۱۱۵ تنو ته ورسېده.


د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د پروني شوي ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۱۱۵ تنو ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون چهارشنبې د زمري ۲۴ مه شاوخوا ۴ بجې د کابل ښار د ۱۸ مې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي سیمې د موعد په نوم یوه ښوونیز مرکز کې رامنځ ته شو.

په موعد مرکز کې ټول وژل شوي او تپیان هغه تنکي ځوانان او نجونې وې، چې د کانکور د ازموینې له پاره یې زده کړې کولې.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، پلی ځانمرګی دغه مرکز ته د ننه شوی او هلته یې چاودنه کړې، چې له امله یې تر ۵۰ پورې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

ستانکزی وايي، پولیسو د ښار د امنیت په خاطر د کابل دروازو او کې څار او کنټرول زیات کړی خو له دې سره هم د کابل ګاونډ، لوګر، میدان وردګ او کاپیسا کې شته ناامنیو د پلازمېنې امنیت هم اغېزمن کړی دی.

که څه هم امنیتي چارواکي په دغه برید کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر کم ښيي، خو د عامې روغتیا ویاند ډاکتر وحید مجروح وايي، په دغه برید کې ۴۸ تنه وژل شوي او ۶۷ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي ښايي د مرګ ژوبلې شمېره نور هم زیات شي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107427

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107427/

جمهور
  https://www.jomhornews.com