۰
د ملګرو ملتونه امنیت شورا:

د ترهګرو له تمویلوونکو او تنظیمونکو سره باید حساب وشي

پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۴
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کابل کې پروني شوي برید ته په غبرګون کې ویلي، چې نور باید د ترهګریزو اعمالو د عاملینو، تنظیمونکو او مالي تمویلونکو سره حساب وشي او عدالت ته راکش کړای شي.
د ترهګرو له تمویلوونکو او تنظیمونکو سره باید حساب وشي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کابل کې پروني شوي برید ته په غبرګون کې ویلي، چې نور باید د ترهګریزو اعمالو د عاملینو، تنظیمونکو او مالي تمویلونکو سره حساب وشي او عدالت ته راکش کړای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې شورا په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې پرون شوی ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو بې رحمه، کرغېړن او د ټولو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي کابل کې پرونی برید په داګه کوي، چې د ترهګرو او ترهګریزه بریدونو له عاملینو، تنظیمونکو او مالي تمویلونکو سره باید حساب وشي او عدالت ته راکاږل شي.

په ورته وخت کې د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د ستانې ادارې یا یونیسف هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او د دغه ادارې مشرې ویلي، په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي ستره قرباني ماشومان ورکوي.

باید و ویل شي، دغه برید پرون چهارشبنې د زمري ۲۴ مه مازیګر شاخوا ۴ بجې د کابل ښار د ۱۸ مې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچې سیمه کې د مهدي موعد په ښوونیز مرکز کې وشو.

په دغه مرکز کې تنکیو ځوانانو او نجونو د کانکور د ازموینې له پاره زده کړې کولې، چې په یوه ټولګي کې پرې ځانمرګی برید وشو.

د کابل پولیس وايي، په برید کې تر ۵۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي، خو د عامې روغتیا وزارت معلومات ښيي، چې په برید کې ۴۸ کسان وژل شوي او ۶۷ نور ټپیان شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او چارواکو ته یې سپارښتنه کړې، چې د پېښې د رامنځ ته کېدو په اړه جدي پلټنې وکړي.

د دغه برید مسؤولیت اوسه چا نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي