۰
د کورنیو چارو وزارت:

ځانګړو پولیسو د کابل- کندهار لویه لار د مخالفینو له شتون څخه پاکه کړه

پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۵
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړي ځواکونه وتوانېدل، چې د کابل – کندهار لویه لار د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکه او د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
ځانګړو پولیسو د کابل- کندهار لویه لار د مخالفینو له شتون څخه پاکه کړه
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړي ځواکونه وتوانېدل، چې د کابل – کندهار لویه لار د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکه او د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د زمري ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پولیسو ځانګړو قطعو د دغه لار د خلاصون او پاکولو په موخه ځانګړي عملیات تر سره کړل.

سرچینه زیاتوي، چې په عملیاتو کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او امنیتي ځواکونه توانېدلي، چې د دغه لویې لارې کنټرول خپل کړي.

باید و ویل شي، چې پر غزني ښار د وسله والو طالبانو له ډلیز برید سره سم د کابل- کندهار لویه لار هم په څو ځایونو کې د وسله والو مخالفینو له خوا تړل شوې وه.

طالبانو د کابل او غزني تر منځ په میدان وردګو او دغه راز د غزني او کندهار تر منځ په زابل ولایت کې لار تړلې وه، خو امنیتي ځواکونو وکولای شول، چې دغه لار خلاصه کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي