کابل کې د امنیت په یوه روزنیر مرکز برید پای ته ورسېد

25 اسد 1397 ساعت 10:29

پلازمېنه کابل کې لومړی یوه چاودنه شوې او وروسته وسله والو کسانو د امنیتي ځواکونو په یوه روزنیز مرکز برید کړی دی.


پولیس چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د ملي امنیت په یوه روزنیز مرکز وسله وال برید د دوه بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نن پنشنبې د زمري ۲۵ مه څه باندې لس بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبرڅلور لاري ته نېږدې د قلعه وزیر په سیمه کې د ملي امنیت په یوه روزنیز مرکز وسله والو برید وکړ.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، بریدګر دغه مرکز ته نېږدې په یوه نیمه کاره ودانۍ کې ځای پر ځای شوي و او له هغه ځایه یې پر دغه مرکز برید پیل کړی وو.

نوموړي زیاته کړه، چې له برید سره سم سمې ته ځانګړي پولیس او نور ځواکونه ورسېدل، چې تر څو ساعته عملیاتو وروسته یې دوه بریدګر و وژل.

نوموړی وايي، اوس په دغه سیمه کې نښته نشه او  امنیتي ځواکونه په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.
ستانکزي د مرګ ژوبلې په اړه و ویل، چې تر اوسه معلومات نشته.

تر اوسه په دې اړه نور جزیات نشته او نه یې هم مسؤولیت چا منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کابل ښار د ۱۸ امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې د مهدي موعد په نوم یوه ښوونیز مرکز کې چې د کانکور زده کوونکو په کې زده کړې کولې یو ځانمرګی برید شو، چې له امله یې تر ۵۰ زده کوونکي وژل شوي او تر ۷۰ پورې ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107433

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107433/

جمهور
  https://www.jomhornews.com