امریکا وايي د افغانانو تر څنګ ولاړ یو او د سولې هڅې کوو

25 اسد 1397 ساعت 11:51

امریکا متحده ایالاتو په کابل او غزني کې وروستي خونړي بریدونه غندلي او ایي، دوی په سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.


امریکا متحده ایالاتو په کابل او غزني کې وروستي خونړي بریدونه غندلي او ایي، دوی په سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د سیاسي حل لپاره هلې ځلې کوي او د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې واشنګټن هڅه کوي طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي او هلته روانه جګړه کابو شي.

باید و ویل شي، چې په غزني او کابل کې په وروستیو خونړیو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ سلګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107436

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107436/

جمهور
  https://www.jomhornews.com