بغلان ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته روانه ده او د کابل – مزار لار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له سیمې راپورنه کاږي، چې جګړه د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د کیله ګي په سیمه کې پیل شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي، جګړه تېره شپه ونښته، چې لا هم دوام لري، خو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دغه جګړې له امله د کابل – مزار شریف ښار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې او دواړو خواو ته سلګونه موټر او مسافر بند پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې شوې وو.
جمهورخبري آژانس:بغلان