کندهار کې چاودنې څلور پولیس وژلي دي

25 اسد 1397 ساعت 13:31

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د یوه موتر بم خنثی کولو په چاودنه کې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د یوه موتر بم خنثی کولو په چاودنه کې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بج د کندهار ښار د ۱۱ مې حوزې اړوند دویمه عیني مېنه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد وايي، پولیسو په دې سیمه کې له چاودېدونکو توکو ډک ټونس موتر کشف کړی و، چې د شنډولو پر مهال یې چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي، خو د کندهار امنیه قومانداني وايي، په دغه چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه چا د دغه چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 


د مطلب کود: 107444

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107444/

جمهور
  https://www.jomhornews.com