د ملي دفاع وزارت وايي، لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د برکي برک ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له دوه ملګرو سره یو ځای و وژل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشبنې د زمري ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د دغه ولسوالۍ له پاره نومول شوی طالب ولسوال انعام الله له دوه ملګرو سره و وژل شو.
بل خوا دفاع وزارت وايي، د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې هم د عملیاتو پر مهال د یوه مهم قوماندان په ګډون ۳ طالبان وژل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل