دفاع وزارت:

لوګر کې د طالبانو یو ولسوال و وژل شو

25 اسد 1397 ساعت 14:44

د ملي دفاع وزارت وايي، لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د برکي برک ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له دوه ملګرو سره یو ځای و وژل شو.


د ملي دفاع وزارت وايي، لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د برکي برک ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له دوه ملګرو سره یو ځای و وژل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشبنې د زمري ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د دغه ولسوالۍ له پاره نومول شوی طالب ولسوال انعام الله له دوه ملګرو سره و وژل شو.

بل خوا دفاع وزارت وايي، د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې هم د عملیاتو پر مهال د یوه مهم قوماندان په ګډون ۳ طالبان وژل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107452

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107452/

جمهور
  https://www.jomhornews.com