۰

کمانډو ځواکونو پکتیا کې د طالبانو یو زندان مات کړی

شنبی ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۳
ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او درې زندانیان یې ترې راخوشي کړي.
کمانډو ځواکونو پکتیا کې د طالبانو یو زندان مات کړی
ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او درې زندانیان یې ترې راخوشي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت پرون جمعه د زمري ۲۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان کمانډو ځواکونو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د غروال په کلي کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه و وهله.

سرچینه زیاتوي، چې کمانډو ځواکونو د بدرالدین په نوم د طالب قوماندان پر زندان چاپه و وهله، چې په ترڅ کې یې څلور وسله وال و وژل شول او درې زندانیان ترې راخوشي کړای شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د عملیاتو پر مهال دوه میله کلاشنکوف، یو میل تومانچه، دوه موبایلونه او نور جنګي توکي او تبلغاتي اسناد تر لاسه شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي