د کرکټ پخواني ستوری او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو او د لوړې مراسم یې تر سره کړل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان په تېرو ایالتي ټاکنو کې د عمران خان ګوند مخکښ او دغه ټاکنې یې وګټل، چې پر اساس یې هغه د تحریک انصاف له خوا د صدارت څوکۍ ته نوماند او دغه څوکۍ یې وګټله.
د پاکستان په ملي اسامبله کې پرون د تحریک انصاف، د محمد شهباز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ او د مخالفنو د حزب ګوند د نوماندانو تر منځ د صدارت څوکۍ ته رایه اچونه شوه.
په دغه رایه اچونه کې چې د زمري میاشتې په ۲۶ مه تر سره شوه، عمران خان ۱۷۶ او شهباز شریف ۹۶ رایې وګټلې، چې په دې سره عمران خان د پاکستان د لومړي وزیر څوکۍ خپله کړه.
د دغه څوکۍ تر ګټلو وروسته عمران خان نن شنبې د زمري ۲۷ مه د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لوړه وکړه، او د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل