۰

ټرمپ د افغانستان جګړه خصوصي امنیتي شرکتونو ته سپاري

شنبی ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۱
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ په پام کې لري، چې په افغانستان کې د ورانې جګړې ماموریت خصوصي امنیتي کمپنیو ته وسپاري.
ټرمپ د افغانستان جګړه خصوصي امنیتي شرکتونو ته سپاري
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ په پام کې لري، چې په افغانستان کې د ورانې جګړې ماموریت خصوصي امنیتي کمپنیو ته وسپاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ان بي سي نیوز راپور ورکړی، چې ټرمپ په شدت د خپل هېواد د ملي امنیت له ټیم او نظامي کړنلارې څخه ناراضه دی او په همدې خاطر په پام کې لري، چې افغان جګړه خصوصي امنیتي کمپنیو ته وسپاري.

راپور وايي، امریکايي ولسمشر د بلک واټر خصوصي امنیتي کمپنۍ د بنسټ ګر اریک پرنس هغه طرحې ته میلان ښودلی، چې د افغانستان د جګړې د ورسپارلو غوښتنه یې کړې وه.

په ورته وخت کې د بلک واټر کمپنۍ مشر اریک پرنس هم ویلي، هڅه کوي، ټرمپ وهڅوي، چې افغان جګړه خصوصي کمپینو ته وسپاري.

هغه ویلي، په راتلونکې کې به په دې برخه کې رسنیز تبلیغات نور هم زیات کړي.

پرنس زیاته کړې، چې د امریکا متحده ایالات په کال کې ۴۵ میلیارډ ډالر په افغانستان کې لګوي او په وینا یې که چېرته د جګړې اداره خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي نو د دغه لګښت یوازې ۸ سلنه مصرف ته اړتیا ده.

نوموړي ټنګار کړی په دې سره به په افغانستان کې پر جګړه یوازې د کال ۱۰ میلیارده ډالر لګښت راځي او د وسله والو پر وړاندې جګړه کې به هم مثبت بدلون راشي.

که څه هم تر اوسه د امریکا رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو بلک واټر د ټرمپ له ولسمشر کېدو سره سم دغه طرحه چمتو کړې، چې غواړي افغان جګړه خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي