راپورونه وايي، د هند په سویلي کېرالا ایالت کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله ۳۲۴ تنه خپل ژوند له لاس ورکړی او زرګونه نور بې ځایه شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له څو ورځو راهیسې په کېرالا ایالت کې سختو ورښتونه پیل شوي، چې چارواکي وايي، په تېرو سلو کلونو کې بې مخینې دي.
د کېرالا حکومت ویلي په وژل شوو کې هغه کسان هم شامل دي چې د ځمکښوېدنې له امله په ورانيو کې ګير پاتې شول.
لا هم د ورښت اټکل کېږي او د خطر زنګ هم پر ځای دی، له همدې امله ښايي د کېرالا اصلي هوايي ډګر د اګست تر ۲۶مې بند پاتې شي.
د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدې، د خلکو په ژغورلو بوختي دي او څه ناڅه دوه لکه بې کوره کسان یي په کمپونو کې مېشت کړي دي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ورښت خپلې سيمې ته رسېدلی او سلګونه پوځيان هم په سېلابونو کې د ګیر پاتې کسانو د ژغورنې په موخه سیمې ته استول شوي دي.
چورلکې په سېلابونو کې بند پاتې کسان باسي او اخيستل شوي تصویرونه ښيي چې لوړ عمره کسان او ماشومان په دغو عملیاتو کې ژغورل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل