۰

د طالبانو یو پلاوی اندونیزیا ته تللی وو

شنبی ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۴
په قطر کې د وسله والو طالبانو سیاستي دفتر مسوولین وايي، د دوی یو پلاوی اندونیزیا ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې لیدلي دي.
د طالبانو یو پلاوی اندونیزیا ته تللی وو
په قطر کې د وسله والو طالبانو سیاستي دفتر مسوولین وايي، د دوی یو پلاوی اندونیزیا ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د قطر دفتر ویاند محمحد سهیل شاهین ویلي دغه طالب پلاوي د انډونیزیا د مرستیال ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او افغان چارو کې د انډونیزیا د ولسمشر استازي سره خبرې کړې دي.

د نوموړي خبره د طالبانو د پلاوي مشري قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزي کوله، له انډونیزیايي چارواکو سره یې پر افغان سوله او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو غږېدلي دي.

طالبانو د اندونیزیايي چارواکو سره د اګست میاشتې له ۱۲ مې تر ۱۵ پورې لیدنې کتنې او خبرې اترې درلودې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اګسټ په ۱۱ مه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ومنله چې د عباس ستانکزي په مشرۍ یې د طالبانو له یوه پلاوي سره لیدلي دي.

ازبک چارواکي وايي، د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له دې پلاوي سره پر افغان سوله خبرې درلودې.
خو وسلوال طالبان وايي، له ازبک چارواکو سره یې د افغان سولې بهیر پر خبرو سربېره د بهرنیو ځواکونو پر موجودیت او په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ او برېښنا پروژو د امنیت په اړه خبرې کړې دي.

باید و ویل شي، چې طالبانو له دې وړاندې په قطر کې د امریکايي چارواکو سره هم دوه ځله لیدلي او د افغانستان د روان بحران په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

له دې سره تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې ټاکل شوې امریکايي چارواکي او طالبان راتلونکې میلادي میاشت یو ځل بیا سره کېني او خبرې اترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي