۰

طالبانو په جګړه او امریکا سره پر خبرو ټینګار کړی خو اوربند یې څه نه دي

شنبی ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۱
وسله والو طالبانو په افغانستان کې د جګړې او دغه راز له امریکا سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی دی، خو د لوی اختر د اوربند په اړه یې څه نه دي ویلي.
طالبانو په جګړه او امریکا سره پر خبرو ټینګار کړی خو اوربند یې څه نه دي
وسله والو طالبانو په افغانستان کې د جګړې او دغه راز له امریکا سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی دی، خو د لوی اختر د اوربند په اړه یې څه نه دي ویلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو دغه څرګندونې د لوی اختر په مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې چې نن شنبې د زمري ۲۷ مه رسنیو ته رسېدلې کړې دي.

طالبانو په دغه خبرپانه کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو او دغه راز د جګړې پر دوام ټينګار کړی او ویلي یې دي تر هغې به جګړې ته ادامه ورکړي تر څو ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.

دوی اوسنی نظام فاسد بللی او وايي دوی به په افغانستان کې د خپلې خوښې نظام جوړوي.

دغه راز په خبرپاڼه کې له امریکا سره خبرو ته هم اشاره شوې او ویلي یې دي، چې طالبانو تل له امریکا سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له د دوی سره لومړنۍ خبرو کې د امریکا غوښتنې غیر منطقي وي خو په وینا یې دا لړۍ به ادامه ولري.

طالبانو ویلي د امریکايي حضور د ختمولو لپاره به د ولس غوښتنو ته پام کوي او له امریکا سره به هيڅ وخت هغه هوکړې ته و نه رسېږي چې د دوی د ارمانونو خلاف وي.

خپله اعلامیه کې د اوربند په اړه څه نه دي ویل شوي خو زیاته کړې یې ده، چې امریکا د دیني علماوو، ټولنیزو رسنیو او نورو اړوندو وسیلو له لارې پر طالبانو د فشار هڅه کوي.

طالبانو همدا راز د سعودي عربستان او قطر هغه پلان غندلی چې له مخې به یې ددوی ځواکونه د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته راځي.

طالبانو د اختر په مناسبت دغه اعلامیه پر داسې مهال خپره کړې، چې د افغانستان د علماو او سولې عالي شوراګانو نن له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې اوربند اعلان کړي.

دغه راز د مېرمنو بنسټ په یوه نوې څېړنه کې هم ۹۰ سلنه هېوادوالو له افغان حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي