۰

۹۳ سلنه افغانان دایمي اوربند غواړي او ۸۲ سلنه سولې ته په رسېدو باوري دي

شنبی ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۹
د صلاح په نوم د افغان ښځو شبکې یوه تازه سروې ښيي، چې ۹۳ سلنه افغانان د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د دایمي اوربند غوښتونکي دي.
۹۳ سلنه افغانان دایمي اوربند غواړي او ۸۲ سلنه سولې ته په رسېدو باوري دي
د صلاح په نوم د افغان ښځو شبکې یوه تازه سروې ښيي، چې ۹۳ سلنه افغانان د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د دایمي اوربند غوښتونکي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سروې چې نن شنبې د زمري ۲۷ مه خپره شوې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۴۷۲۵ کسانو سره د مخامخ او تلېفوني خبرو لارې تر سره شوې ده.

په دې سروې کې اکثره افغانانو د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د لنډمهالې پر ځای د اوږده او دایمي اوربند غوښتنه کړې.

په سروې کې ۸۲ سلنه خلک سولې ته په رسېدو باور ښودلی او ۷۵ سلنه نور خلک بیا د سولې په اړه د حکومت او ولسمشر غني پر ژمنو باوري دي.

دغه راز په سروې کې ۴۸ سلنه خلک د سولې په اړه د ناټو او نړیوالۍ ټولنې پر ژمنو باور لري خو ۵۲ سلنه نور خلک بیا اصلا پرې باور نه لري.

همدارنګه د دغه سروې نیمایي خلک په دې باور دي چې طالبان به سوله وکړي خو پاتې نور یې بیا برعکس نظر لري.

د صلاح په نوم د افغان ښځو شبکې په دې سروې کې د هغه ستونزو او خنډونو په اړه هم معلومات ورکړل شوي، چې د سولې پر وړاندې درېدلي دي.

د سروې ۶۹ سلنه کسانو داعش،۴۱ سلنه بهرني ځواکونه او ۳۸ سلنه نورو د زورواکو موجودیت د سولې پر وړاندې د لومړۍ درجې خنډونو په توګه شمیرلي دي.

۶۷ سلنه نورو مرکه کوونکو د علماوو ملاتړ او د سولې لپاره اجماع په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې لومړنی او مهم فرصت ګڼلی دی.

د دې سروې د چارو مسوول مرتضی حقیقت کابل کې خبریالانو ته و ویل، چې له دغه سروې یې موخه سولې ته د افغان ولس د لېوالتیا معلومول وو.

نوموړې زیاته کړه، چې په دغه سروې کې ۴۵ سلنه خلک د سولې راتګ ته ډیر باوري دي،۳۶ سلنه نور د سولې راتګ ته لږ باور لري، ۷ سلنه بارو نه لري او ۱۰ سلنه اصلا باور نه لري چې سوله به راشي.


جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي