د علماو او سولې شوراګانو له حکومت په اختر کې د اوربند غوښتنه وکړه

27 اسد 1397 ساعت 15:39

د افغانستان د دیني عالمانو سرتاسري شورا او د سولې عالي شورا له افغان حکومته وغوښتل، چې د اختر په شپو ورځو کې له طالبانو سره اوربند اعلان کړي.


د افغانستان د دیني عالمانو سرتاسري شورا او د سولې عالي شورا له افغان حکومته وغوښتل، چې د اختر په شپو ورځو کې له طالبانو سره اوربند اعلان کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دواړو شوراګانو مشرانو نن شنبې د زمري ۲۷ مه کابل کې په ګډه دغه غوښتنه وکړه.

د علماوو شورا رییس مولوي قیام الدین کشاف په خپلو خبرو کې و ویل، چې د افغانستان علماوو، اندونیزیا علماو، پاکستان علماو، په ټول کې د اسلامي نړۍ علماوو د مکې معظمې او مدینې منورې په غوندو کې په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او فتنه وبلل او د درېدو غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه«هغه اوربند چې په کوچیني اختر کې وشو، مننه درنه کوو، اوس موږ علما او ولس یو ځل بیا له دواړو خواوو غواړو، چې لنډ مهالۍ اوربند وکړي تر چې خلک د قربانۍ اختر په خوښۍ سره تېر کړي او اوږد مهاله اوربند او سولې ته لار پرانستل شي.»

دغه راز په دې مراسمو کې د افغانستان د مېرمنو د ملي اجماع په استازيتوب یوې مېرمنې له ولسمشر غني څخه وغوښتل، چې د لوی اختر په ورځو کې هم اوربند اعلان کړي.

دغه مېرمنې و ویل، له طالبانو هم د اوربند د اعلان غوښتنه کوي تر څو په هېواد کې روانې جګړې ودرېږي او سولې ته لار هوار شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې اړه په ارګ کې یوه لویه غونډه روانه ده او ولسمشر به د اختر په ورځو کې د حکومت دریځ اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107502

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107502/

جمهور
  https://www.jomhornews.com