۰

د ملګرو ملتونو پخواني مشر کوفي عنان ومړ

شنبی ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۷
سي ان ان تلوېزیوني شبکې خبر ورکړ، چې د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان د ۸۰ کلنۍ په عمر ومړ.
د ملګرو ملتونو پخواني مشر کوفي عنان ومړ
سي ان ان تلوېزیوني شبکې خبر ورکړ، چې د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان د ۸۰ کلنۍ په عمر ومړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ ویلي، عنان نن د اګست ۱۸ مه سهار په سویسی کې مړ شوی دی.

باید و ویل شي، چې کوفي عنان د ملګرو ملتونو سازمان اووم عمومي مشر و، چې له کال ۱۹۹۷ میلادي څخه یې تر ۲۰۰۶ پورې دغه دنده پر غاړه درلوده.

هغه په لومړي ځل په ۱۹۶۲ کې په ملګرو ملتونو کې دنده تر لاسه کړه، چې د وخت په تېرېدو سره د کډوالو د عالي کمېسارۍ د مرستیال، او ځینې نورې دندې تر سره کړې.

نوموړی د عنان په نوم د یوه بنسټ اېښودونکی او موسس هم و، او په کابل ۲۰۰۱ میلادي کال کې یې د سولې په برخه کې د نوبل جایزه هم وګټله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي