۰
ولسمشرغني:

سوله د تړلو دروازو ترشا او په تیاره کې نه کېږي

شنبی ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې سوله د تړلو دروازو تر شاه او په تیاره کې نه شي راتلای.
سوله د تړلو دروازو ترشا او په تیاره کې نه کېږي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې سوله د تړلو دروازو تر شاه او په تیاره کې نه شي راتلای.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر دغه څرګندونې نن شنبې د زمري ۲۷ مه ارګ کې د هېواد د چاپي، انځوریزو او غږیزو رسنیو د یو شمېر مسوولانو سره په کتنه کې وکړې.

ښاغلي غني د رسنیو مسوولانو څخه د ټاکنو، سولې او اوربند او ملکي او نظامي اصلاحاتو په اړه د ستونزو او مشورو تر اورېدو وروسته و ویل، چې سوله د تړلو دروازو تر شا په تیاره او له سیاسي اجماع پرته نه راځي.

ولسمشر و ویل، چې افغان حکومت د سولې لپاره طرحې او برنامې لري او په دې برخه کې یې د اسلامي هېوادونو، سیمې او بین المللي ټولنې اجماع هم ترلاسه کړې ده او همدا لامل دی چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې مذهبې صبغه هم له لاسه ورکړه.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د هېواد په امنیتي او دفاعي سکتور کې اصلاحات رامنځته شوي او د اصلاحاتو دغه پروسه لا هم دوام لري.

ولسمشر دغه راز و ویل، چې د اصلاحاتو په برخه کې باید واضح اجماع رامنځته شي، ترڅو داصلاحاتو د بهیر پر وړاندې شته خنډونه هم له منځه ولاړ شي.

هغه د رسنیو له مسوولانو وغوښتل، د هېواد د ملي مسایلو په اړه له حکومت سره د یوه ملي او سراسري بحث په جوړولو کې هراړخیزه همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي