۰

د اسلامي هېوادونو سازمان له افغان حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه کړې

یکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۵
د اسلامي هېوادونو سازمان چې مرکز یې په سعودي عربستان کې دی له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي، چې اوربند وکړي.
د اسلامي هېوادونو سازمان له افغان حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه کړې
د اسلامي هېوادونو سازمان چې مرکز یې په سعودي عربستان کې دی له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي، چې اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان له مرکزي دفتره پرون شنبې د زمري ۲۷ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غزني وروستۍ جګړې د افغان شخړې خراب امنيتي حالت په ډاګه کړ.

په خبرپانه کې راغلي، چې د دغې جګړې له امله دواړو خواوو او عامو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او اړتیا ده، چې نور اوربند او سوله وکړي.

د اسلامي هېوادونو د سازمان سرمنشي ډاکټر يوسف بن احمد العثيمين د افغان جګړې پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر ډېرېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي وايي، جګړه د حل لار نه ده او وسله والو طالبانو او د افغان حکومت باید له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرې اترې پيل کړي.

ډاکتر عثيمين د افغان شخړې پر ټولو خواوو غږ کړى چې د اوربند کولو ترڅنګ د سولې د خبرو لپاره رغنده اقدامات وکړي.

د اسلامي هېوادونو سازمان یو ځل بیا پر داسې مهال د افغان حکومت او طالبانو څخه د جګړې د درلو او اوربند غوښتنه کوي، چې څو میاشتې وړاندې یې د علماوو په یوه ستره غونډه کې په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او فتنه وبلله.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې او علماوو شوراګانو هم پرون پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې اوږدمهاله اوربند وکړي تر چې د سولې مذاکراتو ته لار پرانستل شي او د افغانستان د روان بحران لمن ورټوله شي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني وايي، د اوربند په اړه یې له ګڼو سیاسي څېرو، دیني عالمانو، مدني ټولنو او نورو اړخونو سره سلا مشورې روانې دي او ډېر ژر به د اوربند په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

وسله والو طالبانو که څه هم پرون د اختر په مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې د جګړې پر دوام او د امریکا سره پر مخامخ خبرو ټينګار کړی وو، خو د اوربند په اړه یې څه نه و ویلي.

تر دې وړاندې بیا ځینو طالب سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي و، چې د دوی مشرتابه د اختر په ورځو کې پر څلور ورځني اوربند سلامشورې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي