۰

روسیې له اروپايي هېوادونو د سوریې په بیارغونه کې مرسته غوښتې

یکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۱
روسیې له اورپايي هېوادونو غوښتي، چې د سوریې په بیارغونه کې ونډه واخلي تر څو سوري ګډوالو ته بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو زمینه برابره شي.
روسیې له اروپايي هېوادونو د سوریې په بیارغونه کې مرسته غوښتې
روسیې له اورپايي هېوادونو غوښتي، چې د سوریې په بیارغونه کې ونډه واخلي تر څو سوري ګډوالو ته بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو زمینه برابره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، دغه غوښتنه د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین المان ته د خپل سفر پر مهال کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د سوریې په بحران کې باید بشري بعد ته زیاته پاملرنه او مرسته وشي تر څو سوري ګډوالو ته دا زمینه برابره شي، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه پر اورپايي ټولنه غږ کړی، د میلیونونو سوري وګړو د بېرته ستنېدو په برخه کې مرسته وکړي، ځکه د ده په وینا دغه ګډوال پر اورپايي ټولنه هم یو دروند فشار دی.

پوتین ویلي، چې دا مهال یو میلیون سوري ګډوال په اردون، په همدې کچه نور په لبنان او درې میلیونه نور بیا په ترکیه کې د ګډوالۍ ژوند کوي، چې بېرته ستنېدو ته یې باید زمینه برابره کړای شي.

د روسیې ولسمشر پوتین پر داسې مهال له اروپايي ټولنې د سوریې د بیارغونې او سوري ګډوالو د ستنېدو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه له سوریې سره ۲۳۰ میلیونه ډالرو مرسته لغوه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي