۰
د ناروې د کډوالو اداره:

تر نایجریا وروسته د افغانستان تعلمي بنسټ په بد وضعیت کې دی

یکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۸
د ناروې د کډوالو اداره یا (NRC) په یوه راپور کې وايي، افغانستان تر نایجریا وروسته هغه هېواد دی، چې تعلمي بنسټ یې په بد وضعیت کې دی.
تر نایجریا وروسته د افغانستان تعلمي بنسټ په بد وضعیت کې دی
د ناروې د کډوالو اداره یا  (NRC) په یوه راپور کې وايي، افغانستان تر نایجریا وروسته هغه هېواد دی، چې تعلمي بنسټ یې په بد وضعیت کې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې ویل شوي، افغانستان کې لسیزې جګړې د دې لامل شوې، چې د دغه هېواد تعلیمي سیستم خورا ډېر زیانمن کړي.

راپور زیاتوي چې جګړو د افغانستان پر ښوونې او روزنې برخه پراخ منفي تاثیرات پرې اېښي او لاهم ډېری ولایتونو کې ښوونځي د جګړو او امنیتي ستونزو له امله تړل شوي او سلګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې زده کوونکي ځان خوندي نه احساسوي ۱۵ سلنه زده کوونکي د ډزو له خطر، ۳۶ سلنه زده کوونکي د اختطاف، تهدید او وژل کېدو له خطر سره مخ دي او ۱۲ سلنه ښوونځیو باندې بریدونه شوي دي.

دغه راز په راپور کې ټاکنې بله هغه ستونزه بلل شوې، چې په وینا یې د افغانستان ښوونیز نظام ته یې زیان رسولی دی.

راپور کې لیکل شوي، چې همدا اوس هم ۶۰ سلنه د نوملیکنې مرکزونه په ښوونځیو کې پرانیستل شوي وو، چې پر خپل ځای یې ستونزې پيدا کړې وي.

د ناروې د کډوالو اداره په راپور کې ټینګار کړی، چې د افغانستان په ښوونیز سیستم کې دغه ډول ستونزې او بې نظمۍ کولی شي د دغه مهمې برخې ملاتړي له مرستو پر شا کړي، ځکه دوی د خپلو مرستو له پر ځای لګېدو ډاډمن نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي