ولسمشرغني د آزادۍ د ورځې په ویاړ د آزادۍ پر څلي د ګلو ګېډۍ کېښوده

28 اسد 1397 ساعت 10:24

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غازي امان الله خان په لاس له انګریز څخه د افغانستان د آزادۍ اخیستو د ورځې په ویاړ د آزادۍ پر څلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غازي امان الله خان په لاس له انګریز څخه د افغانستان د آزادۍ اخیستو د ورځې په ویاړ د آزادۍ پر څلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نن یک شنبې د زمري ۲۸ مه د غازي شاه امان الله خان په لاس له انګریز څخه د افغانستان د خپلواکۍ او آزادۍ اخیستلو ورځ ده.

ولسمشر محمد اشرف غني نن یک شنبې د زمري ۲۸ مه چې د خپلواکۍ له ورځې سره سمون خوري د دغه ورځې په ویاړ په ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ پر څلي د ګلو ګېډۍ کېشوده.

په دغه ځانګړو مراسمو کې د ولسمشر سربېره، د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی وو.

ټاکل شوې، چې ولسمشر به د دغه مراسمو ترسره کېدو وروسته په همدې مناسب په یوه بله غونده کې د افغانستان د خپلواکۍ په اړه وینا وکړي.

د یادونې ده، چې د خپلواکۍ ورځ د کابل سربېره د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.

باید و ویل شي، چې شاه غازي امان الله خان له نن څخه پوره ۹۹ کاله وړاندې د ۱۲۹۸ کال د زمري د میاشتې په ۲۸ مه نېټه د وخت له استعمارګر انګلستان څخه د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړ او دا آزادي یې افغانانو ته ورپه برخه کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 107522

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107522/

جمهور
  https://www.jomhornews.com