۰

د فاریاب بلچراغ ولسوالي طالبانو ونیوله

یکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
سیمه ییز چارواکو تایید کړه، چې د فاریاب ولایت بلڅراغ ولسوالۍ له درې ورځنۍ کلابندۍ وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د فاریاب بلچراغ ولسوالي طالبانو ونیوله
سیمه ییز چارواکو تایید کړه، چې د فاریاب ولایت بلڅراغ ولسوالۍ له درې ورځنۍ کلابندۍ وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فاریاب والي نقیب الله فایق نن یکشنې د زمري ۲۸ مه ویلي، چې د بلڅراغ ولسوالۍ له تېرو دریو ورځو راهیسې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې وه، چې له امنیتي ځواکونو سره یې هېڅ ډول مرسته ونه شوه.

نوموړي زیاته کړې«د بلڅراغ یوازې دوه ودانۍ خالي پاتې وې له ۱۰ تر ۱۵ امنیتي سرتېري په کې وو، هغوی ته هم مرسته ونه رسېده او له درې ورځې وروسته طالبانو دغه ولسوالي ونیوله.»

د فاریاب ولایت د بلڅراغ ولسوالۍ تېره شپه له جګړې پرته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې او ځینې راپورونه وايي تر ۴۰ پورې امنیتي سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي او لا هم د طالبانو سره بندي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا رییس طاهر رحماني هم د دې خبرې پخلی کړي، چې ولسوالۍ طالبانو نیولې او سرتېري یې برمته او کولیان سیمې ته لېږدولي دي.

بل خوا وسله والو طالبانو هم د يوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د فاریاب ولایت بلڅراغ ولسوالۍ نیولې او په ولسوالۍ کې شته سرتېري له دوی سره یو ځای شوي دي.

باید و ویل شي، دا دوهم ځل دی، چې د فاریاب ولایت بلڅراغ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېږي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي