۰

ولسمشر غني یو ځل بیا له طالبانو سره اوربند اعلان کړ

دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړ، خو دا ځل دا اوربند درې میاشتنی دی.
ولسمشر غني یو ځل بیا له طالبانو سره اوربند اعلان کړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړ، خو دا ځل دا اوربند درې میاشتنی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني چې پرون یکشنبې د زمري ۲۸ مه یې دارالامان ماڼۍ کې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې لمانځ غونډه کې وینا کوله و ویل، چې حکومت سر له دوشنبې د زمري ۲۹ مه چې د عرفې له ورځې سره سم خوري تر میلادي نبي ورځې پورې اوربند اعلانوي.

ولسمشر غني دا ځل له طالبانو سره په مشروط ډول اعلان کړی، او شرط یې دا دی، چې د طالبانو له خوا هم باید اوربند اعلان او پلی شي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې دا اوربند یې د افغانستان د سولې او علماوو شورا وروستۍ غوښتنې او د بېلابېلو اقشارو سره تر سلا مشورو وروسته کړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د اوربند پرېکړې په اړه د نړیوالې ټولنې، د اسلامي هېوادونو د عالمانو او مشرانو غوښتنې هم په نظر کې نیول شوي دي.

نوموړي په ځانګړې توګه د سعودي عربستان د پاچا شاه سلمان یادونه وکړه چې په افغانستان کې د اوربند غوښتونکی و.

هغه و ویل که څه هم د اوربند اعلان د میلاد نبي تر ورځې شوی، خو که تر هرې مودې یې وسله وال طالبان غځول وغواړي افغان حکومت به یې هم ورسره مني.

ولسمشر وايي، افغانانو ته دا فرصت ورکوي تر څو هغه اصلاحات بشپړ کړي چې غازي امان الله خان یوه پېړۍ وړاندې پيل کړي وو، او د یو نوي څپرکي پيل هم دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي