د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي حکومت یې تمه لري، چې په افغانستان کې روانې جګړې د سیاسي جوړجاړي له لارې حل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه څرګندونې په هغه لیک کې کړې، چې پرون یې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې په مناسبت افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته لېږلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ټرمپ په دغه لیک کې ولسمشر غنی ته د افغانستان د خپلواکۍ مبارکي ویلې ده.
د هغه په وینا ټرمپ په دې لیک کې ویلي، دواړه هېوادونه ژمن دي چې په افغانستان کې روانې جګړې ته یوه سیاسي حل لاره پيدا کړي.
د ټرمپ په وینا دی هیله لري چې افغانستان به یوه ورځ د بشپړې سولې خاوند شي او د سیمې له هېوادونو سره به په ټولو چارو کې همغږی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل