ټرمپ: تمه ده د افغانستان جګړه د سیاسي لارې حل شي

29 اسد 1397 ساعت 9:05

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي حکومت یې تمه لري، چې په افغانستان کې روانې جګړې د سیاسي جوړجاړي له لارې حل شي.


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي حکومت یې تمه لري، چې په افغانستان کې روانې جګړې د سیاسي جوړجاړي له لارې حل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه څرګندونې په هغه لیک کې کړې، چې پرون یې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې په مناسبت افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته لېږلی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ټرمپ په دغه لیک کې ولسمشر غنی ته د افغانستان د خپلواکۍ مبارکي ویلې ده.

د هغه په وینا ټرمپ په دې لیک کې ویلي، دواړه هېوادونه ژمن دي چې په افغانستان کې روانې جګړې ته یوه سیاسي حل لاره پيدا کړي.

د ټرمپ په وینا دی هیله لري چې افغانستان به یوه ورځ د بشپړې سولې خاوند شي او د سیمې له هېوادونو سره به په ټولو چارو کې همغږی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107547

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107547/

جمهور
  https://www.jomhornews.com