کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ تنه مړه شوي دي

29 اسد 1397 ساعت 9:14

سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د مېرمنو په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د مېرمنو په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د زمري ۲۸ مه د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ تر منځ غځېدلې لارد تخته پل ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسؤول عزیز احمد عزیزي وايي، پېښه د دوه فیلډر موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وینا په دې پېښه کې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دریو مېرنو په ګډون ۷ تنه نور ټپیان شوي، چې د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.

عزیزي وايي، د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 107548

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107548/

جمهور
  https://www.jomhornews.com