اروزګان کې یو غیر مسوول وسله وال بې وسلې شو

29 اسد 1397 ساعت 9:25

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، اروزګان ولایت کې یې یو غیر مسوول وسله وال قوماندان تورجان بې وسلې کړی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، اروزګان ولایت کې یې یو غیر مسوول وسله وال قوماندان تورجان بې وسلې کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اروزګان امنیه قوماندان سمونوال محمد معروف احمدزي ویلي له قوماندان تورجان څخه یې پرون یکشنبې د زمري ۲۸ مه ٢٥ ميله وسلې يو هاموې ټانګ او دوه رنجرې ترلاسه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې وسلو کې يوه قبضه راکټ، دوه ميله پيکا، ١٢ ميله کلاشينکوفونه، يو نارجک او اته ميله تمانچو ترڅنګ دوه رنجرې او يو هاموى ټانګ هم شامل دي.

د قوماندان احمدزي په وینا دغه کس مخکنی د پولیسو قوماندان و، خو دا مهال یې دنده نه درلوده او له اړتيا پرته يې دغه وسلې له ځانه سره ګرځولې.

د اروزګان امنیه قوماندان ټينګار وکړ، چې د غیر مسوولو وسله والو کسانو پر وړاندې یې مبارزه چټکه شوې او پلان لري چې نورو کسانو وسلې ټولې کړي.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
 
 


د مطلب کود: 107549

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107549/

جمهور
  https://www.jomhornews.com