۰
امریکا:

له طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند هرکلی او د مخامخ خبرو هڅه کوو

دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
امریکا د افغان حکومت له خوا د وسله والو طالبانو سره د اوربند له اعلانه هرکلی کړی او ویلي یې دي امریکا هڅه کوي، افغان جګړه د سیاسي لارې حل شي.
له طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند هرکلی او د مخامخ خبرو هڅه کوو
امریکا د افغان حکومت له خوا د وسله والو طالبانو سره د اوربند له اعلانه هرکلی کړی او ویلي یې دي امریکا هڅه کوي، افغان جګړه د سیاسي لارې حل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون یکشنبې د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې په لمانځ غونډه کې اعلان وکړ، چې سر له نن دوشنبې د زمري ۲۹ مه چې د عرفې له ورځې سره سمه ده تر دریو میاشتو پورې له طالبانو سره اوربند اعلانوي.

ښاغلي ولسمشر دغه اوربند په مشروط ډول اعلان کړی او شرط دا دی، چې طالبان هم باید اوربند اعلان او پلی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغان ولسمشر له دغه اعلان څخه هرکلۍ او دا یې یو پر ځای ګام بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي امریکا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل له پاره هڅه کوي.

خبرپانه د پمپیو له قوله ویلي امریکا د افغانستان جګړه ختمول غواړي او په همدې موخه هڅه کوي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

مایک پمپیو د ولسمشر غني له لوري د اوربند اعلان په دې مانا دی، چې افغانان سوله غواړي او ټول د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان غوښتونکي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي