عمران خان: د افغان سولې له پاره کار کوم

29 اسد 1397 ساعت 9:44

د پاکستان نوي لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، له افغان حکومت سره په ګډه په افغانستان کې د سولې له پاره کار کوي.


د پاکستان نوي لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، له افغان حکومت سره په ګډه په افغانستان کې د سولې له پاره کار کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان پرون یکشنبې د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې دغه څرګندونې کړې او ټول افغان ولس ته یې د دغه ورځې مبارکي ورکړې ده.

نوموړي په دغه پیغام کې ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د ښو ایړکو غوښتونکی دی او هڅه به وکړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.

هغه ویلي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هر ډول خبرو ملاتړی دی او په دې برخه کې به له افغان حکومت سره هم خپلې همکارۍ جاري ساتي.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې، هڅه کوي، چې له افغانستان سره د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې اوږدمهاله اړیکې ورغوي او تلپاتې ژمنو ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 107554

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107554/

جمهور
  https://www.jomhornews.com