۰

افغانستان کې دریو امریکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۱
د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ویلي، په افغانستان کې دریو سرتېرو ته په یوه برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغانستان کې دریو امریکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ویلي، په افغانستان کې دریو سرتېرو ته په یوه برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د واشنګټن پوسټ (انلاین) ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه سرتېرو ته د افغانستان په جنوب کې په یوه نفوذي برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه ورځپاڼې زیاته کړې، چې په دې برید کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د امریکا پوځ هم په یوه خبرپاڼه کې پېښه تایید کړې خو د هغې دقیق ځای یې نه دی په ګوته کړی.

خو واشنګټن پوسټ وايي، یوه افغان چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې دا حمله په اروزګان ولایت کې شوې ده.

د ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ وژل شوی او ټپي شوي پوځیانو په اروزګان کې د امریکايي سلاکارانو ساتنه کوله.

د امریکا د پوځ په خبرپاڼه کې د دوه ټپي شویو امریکايي پوځیانو روغتیايي ښه ښودل شوی خو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي