۰
ډاکتر عبدالله:

اوربند هغه مهال شونی دی، چې طالبان یې هم مراعات کړي

دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۸
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د حکومت له خوا علان شوی اوربند به هغه مهال پلی شي، چې وسله وال طالبان هم اوربند اعلان کړي.
اوربند هغه مهال شونی دی، چې طالبان یې هم مراعات کړي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د حکومت له خوا علان شوی اوربند به هغه مهال پلی شي، چې وسله وال طالبان هم اوربند اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون یکشنبې د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې په لمانځ غونده کې له طالبانو سره په مشروط ډول درې میاشتنۍ اوربند اعلان کړ.

ښاغلي غني و ویل، چې سر له نن دوشنبې د زمري ۲۹ مه چې د عرفې له ورځې سره سمه ده تر راتلونکې میلادي نبي ورځې،(چې د لیندۍ د میاشتې ۴ مه نېته کېږي) پورې له طالبانو سره اوربند اعلانوي.

په دغه مراسمو کې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم برخه اخیستې وه او په خپله وینا کې یې و ویل، اوربند به هغه مهال شونی وي، چې طالبان یې هم پلی کړی.

نوموړي ټيڼګار وکړ، چې که د طالبانو له خوا اوربند اعلان او پلی نه شي نو بیا اوربند کومه مانا ونه لري.
هغه پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ وکړ، چې د هېواد ولس او ملي یووالي له پاره د دفاع په خاطر هر وخت چمتو و اوسي.

عبدالله زیاته کړه«هغه کسان چې د هېواد په ورانۍ کې برخه لري یو ځل خو دې خپل وجدان ته سر ټیټ کړي، چې په کوم شرعي او انساني حکم دوی دغه کار کوي او له دې ورها خوا د خپل ځان، کورنۍ او ملت له پاره کوم خدمت کولای شي؟

افغان اجرائیه رییس و ویل، چې د ملي یووالي حکومت د سولې غږ پورته کړی او په وینا یې تمه ده هغه کسان چې له افغانستان سره ډېر لږ احساس هم لري د افغان ولس د سولې غږ واوري.

دی وايي، افغان حکومت دیني او ملي مسوولیت لري، چې د ملت له ټوټه ټوټه کېدو څخه مخنیوی وکړي، ځکه په وینا یې که چېرې ملت سره بېل شي نور هېڅ تمه او امید نه پاتې کېږي.

عبدالله په خپلو خبرو کې رڼو ټاکنو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د خلکو رایې ته احترام، خپلواکۍ او د شهیدانو وینو او قربانیو ته احترام دی.

د افغان حکومت اجرائیه رییس ټنګار وکړ، چې افغان ولس رڼه او عادلانه ټاکنې غواړي او تمه ده، چې د ولس دغه امید د ټولو خواو له اړخه مراعات شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي