فاریاب کې ۳۵ پاڅوانوال له طالبانو سره یو ځای شوي

29 اسد 1397 ساعت 10:39

سیمه ییز چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د دوه قوماندانو په ګډون ۳۵ سیمه ییز پاڅونوال د وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د دوه قوماندانو په ګډون ۳۵ سیمه ییز پاڅونوال د وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پاڅوانوال پرون یکشنبې د زمري ۲۸ مه د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې طالبانو ته ورغلي دي.

د ګرزیوان ولسوال ملا فیض الله وايي، حکومت دغه سیمه ییزه پاڅون والو ته پاملرنه نه کوله، چې بالاخره هغوی هم د خپلو دوه قوماندانانو سره یو ځای طالبانو ته اوښتي دي.

نوړي ویلي، چې په دې ولسوالۍ کې تر ۴ زره پورې وسله وال طالبان، د سرپل، جوزجان او غور ولایتونو څخه راغلي او دا چې حکومت د امنیتي ځواکونو او سیمه ییزپاڅون والو ته جدي پاملرنه نه کوله، نو ډېری سیمه ییز پاڅونوال زده توري شوي او له خپلو وسلو سره یو ځای طالبانو ته ورغلي دي.

د ګرزیوان ولسوال وايي، امنیت وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ولسوالۍ له مرکز پرته نورې ټولې سیمې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

د هغه په وینا که چېرې حکومت د دغه ولسوالۍ امنیت وضعیت او دلته مېشتو افغان سرتېرو ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو دا له سلو زیات سرتېري نه شي کولای د ۴ زره طالبانو مقابله وکړي.

د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سېلاب هم تایید کړې، چې د قوماندان اکرام شېرزاد او غلام یحیی په مشرۍ ۳۵ سیمه ییز پاڅونوال د ګرزیوان ولسوالۍ په یوخن او دونګ قلعه سیمو کې له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

نوموړي هم خبردارۍ ورکړ، چې که حکومت دغه ولسوالۍ ته جدي پاملرنه ونه کړي او کومکي ځواکونه وانستوي ولسوالی به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

خپله له طالبانو سره یو ځای شوي سیمه ییز قوماندان اکرام شېرزاد چې د جمعیت ګوند پخوانی قوماندان هم دی ویلي، چې کلونه یې د دولت په ملاتړ له طالبانو سره جګړې کړې او قربانۍ یې ورکړې، خو دولت ورسره ډېره لږ مرسته هم نه ده کړې، نو ځکه له خپلو ۲۰ تنو سره یو ځای یې له طالبانو سره د همکارۍ اعلان کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 107560

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107560/

جمهور
  https://www.jomhornews.com