د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي

29 اسد 1397 ساعت 11:00

پاکستاني رسنۍ وايي، ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړي.


پاکستاني رسنۍ وايي، ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه د پاکستان ډان ورځپانې ویلي پمپیو او ورسره پلاوی به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په لومړیو کې پاکستان ته سفر ولري.

ورځپاڼې د پاکستان د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي، پاکستان ته د مایک پمپیو او ورسره پلاوي د سفر موخه د پاکستان له نوي لومړي وزیر عمران خان سره لیدنه او پر ځنیو ګډو ګټو او مسایلو خبرې اترې دي.

که څه هم پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر کره نېټه نه ده ښودل شوې خو په زیات ګمان چې هغه به د راتلونکې میلادي سپټمپر میاشتې په پنځمه چې د وږي میاشتې له ۱۴ مې نېتې سره سمون لري پاکستان ته سفر وکړي.

هغه به د خپل سفر پر مهال د پاکستان له مهمو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او ترینګلو شویو دوه اړخیزه اړیکو په تړاو به خبرې اترې وکړي.

ډان ورځپاڼې ویلي، دغه راز به مایک پمپیو له پاکستان چارواکو سره د افغان سولې په اړه هم خبرې اترې ولري.

ویل کېږي له پمپیو سره به په دې سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الیس ویلز هم ملګرې وي.

پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د احتمالي سفر راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې تازه امریکايي چارواکو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان سولې په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107562

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107562/

جمهور
  https://www.jomhornews.com