۰

طالبانو په کندوز کې د دریو موټر مسافر برمته کړي دي

دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۷
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د کندوز – تخار پر لویه لار په کندوز ولایت کې له دریو موټرو مسافر ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي.
طالبانو په کندوز کې د دریو موټر مسافر برمته کړي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د کندوز – تخار پر لویه لار په کندوز ولایت کې له دریو موټرو مسافر ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د زمري ۲۹ مه سهار وختي د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله وايي، طالبانو له درې ۴۰۴ موټرو څخه مسافر ښکته او برمته کړي، خو تر اوسه یې کره شمېره نه ده معلومه.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو برمته کړي مسافر لرې کلیو ته بېولي، خو تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې برمته شوي مسافر څوک دي.

د هغه په وینا سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي تر څو دغه مسافر د طالبانو له منګولو راخلاص او د اختر په ورځو کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

ویل کېږي په برمته شویو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شتون لري.

د خان آباد ولسوال حیات الله امیري هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه مسافر وړونکي بس موټر کابل ته په لار و، چې طالبانو برمته کړي دي.

د کندز د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر صفي الله محزون ویلي، چې دا موټر له تخاره د کابل پر لور روان وو چې د کندز د خان اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې درول شوي دي.

نوموړي هم وايي، سیمې ته د مسافرو د خلاصون په موخه امنیتي ځواکونو رسېدلي او دا مهال له طالبانو سره جګړه روانه ده.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي