۰

فاریاب کې تر ۱۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۳
شمال کې د پوځ چارواکي په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال تر ۱۰۰ زیاتو طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
فاریاب کې تر ۱۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي
شمال کې د پوځ چارواکي په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال تر ۱۰۰ زیاتو طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه زون کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د زمري ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو دغه هوايي بریدونه د فاریاب ولایت د بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو تر منځ کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، سلګونه وسله وال طالبان د بلچراخ ولسوالۍ څخه ګرزیوان ولسوالۍ ته په لاره وو چې افغان هوايي ځواک پرې برید وکړ.

سرچینې زیاته کړې، چې افغان هوايي ځواک په دقیق ډول د د بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو تر منځ د حمام چمشه په سیمه کې پر طالبانو درې ځله هوایي بریدونه وکړل.

خبرپانه وايي، په دغه بریدونو کې د مولوي مطیع الله چې د طالبانو نظامي مسؤول دی ۱۰۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي، په وژل شویو کسانو کې د مولوي عبدالباقي مشهور په عمر، قوماندان شېرزاد او مولوي جابر مشهور په بلال طالب قوماندانان هم شامل دي.

دغه قول اردو په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په دې برید کې د وسله والو طالبانو ۶ عرادې هاموي موټر، چې دهشکې پرې نصب وې، ۶۴ عرادې موټر سایکلونه، ۵ عرادې فلانکوچ موټر او درې عرادې هم سراچه موټر له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ دوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو نیولې او د ګرزیوان ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ولسوالۍ کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۳۵ سیمه ییز پاڅونوال له طالبانو سره یو ځای شوي او که مرسته ونه رسېږي، ولسوالي به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د ګرزیوان د ولسوال په خبره په دغه ولسوالۍ کې د سرپل، جوزجان او غور ولایتونو څخه ۴ زره طالب وسله وال راټول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي