۰

ولسمشر د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي لوبډلو سره ولیدل

دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي لوبډلو سره په ارګ کې وکتل او دواړه لوبډلې یې ګټونکې وبللې.
ولسمشر د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي لوبډلو سره ولیدل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي لوبډلو سره په ارګ کې وکتل او دواړه لوبډلې یې ګټونکې وبللې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي لوبډلو پرون یک شنبې د زمري ۲۸ مه چې د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره سمون خوري کابل کې دوستانه لوبه مساوي تر سره کړه.

له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني نن دوشنبې د زمري ۲۹ مه ارګ کې د دغه دواړو لوبډلو سره ولیدل او و یې ویل، چې دواړه لوبډلې ګټونکې یاست او نن افغانستان د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې د هرکلي ویاړ لري.

ولسمشر زیاته کړې، چې افغانان په یو خپلواک فلسطین باور لري  او له اویا کلونو راپدېخوا د هر افغان زړه د فلسطین ملت لپاره تپېږي.

په ورته وخت کې د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې سکرتر جنرال په دغې لیدنه کې ویلي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستانه لوبې د سولې پیغام درلود او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته یې په فلسطین د دوستانه سیالیو د ترسره کولو بلنه ورکړه.

ولسمشر غني د فلسطین له خوا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې بلنې ته په اشارې ویلي، چې دولت به د دې سفر لپاره ټول امکانات برابر کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي