د کابل بانک بنسټ اېښودونکي او ستر ونډه وال شیر خان فرنود بګرام زندان کې د زده د حملې له امله مړ شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان ملي دفاع وزارت دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي، شېرخان فرنود پرون جمعه د وږي ۲ مه بګرام زندان په کلینیک کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د ملي دفاع وزارت ویاند سید احمد جاوید غفور ویلي د کابل بانک پر بنسټ اېښودونکي شېرخان فرنود د زړه حمله راغلې او مړ شوی دی.
باید و ویل شي، چې شېرخان فرنود د یو بل افغان پانګه وال خلیل الله فیروزي سره یو ځای په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د ړنګیدو وروسته په ۲۰۰۴ کال کې د دغه هیواد د لومړي خصوصي بانک د بنسټ ډبره کېښوده.
جمهورخبري آژنس:کابل