۰

کونړ کې سېلابونو له ۱۱ تنو ژوند اخیستی

شنبی ۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۵
کونړ ولایت کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ۱۰ تنه په کې د یوې کورنۍ غړي دي.
کونړ کې سېلابونو له ۱۱ تنو ژوند اخیستی
کونړ ولایت کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ۱۰ تنه په کې د یوې کورنۍ غړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سېلابونه پرون او وړمه ورځ (د وږي اوله او دوهمه) د کونړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ په اددرین او هیلګل درو کې راوتي دي.

د کونړ چارواکي وايي، سېلابونو یو شمېر کورنه وړي او ۱۱ تنو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ۱۰ یې د یوې کورنۍ غړي دي.

د والي ویاند عبدالغني مصمم د مرګ ژوبلې د تایید تر څنګ وايي، سېلابونو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي