چین کې اورلګېدنې ۱۸ تنه وژلي دي

3 سنبله 1397 ساعت 10:52

راپورونه وايي، د چین د د هیلونگجیانگ ښار په یوه هوتل کې د اور لګېدنې له امله ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


راپورونه وايي، د چین د د هیلونگجیانگ ښار په یوه هوتل کې د اور لګېدنې له امله ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی چې اور نن سهار وختي د هیلونگجیانگ ښار د مرکز هاربین په هارټ سپرېنګ هوټل کې لګېدلی دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د اورلګېدنې په دې پېښه کې تر اوسه ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دا مهال د اور وژنې ټیم سیمې ته رسېدلی دی.

تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو پولیسو ویلي، چې څېړنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 107626

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107626/

جمهور
  https://www.jomhornews.com