۰

د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر استعفی وکړه

یکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۸
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له خپلې دندې استعفی وکړه او ولسمشر غني یې هم استعفی منلې ده.
د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر استعفی وکړه
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له خپلې دندې استعفی وکړه او ولسمشر غني یې هم استعفی منلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر پرون شنبې د وږي درېیمه
ښاغلي اتمر په دغه اعلامیه کې ویلي« د دندې له پیل راهیسې د ولسمشر محمد اشرف غني له پر ما باور څخه مننه خو د وحدت او ملي اجماع د حفظ او ټینگښت، د سولې او امنیت د رامنځ ته کېدو، سیاسي مدیریت، انتخاباتي چارو، ښه حکومتداري او د هېواد د سیمه یزو او نړیوالو اړیکو اړوند سیاستونو او روشونو په هکله د دولت د رهبرۍ په کچه د جدي اختلافونو په وجه مې" استفی مې وکړه.»
ناوخت خپله استعفی اعلان کړه او ویلي یې دي، چې د دندې پرېښودو لامل یې د حکومت له رهبرۍ سره د ځینو مسایلو پر سر د جدي اختلافاتو له کبله دی.

ښاغلي اتمر په دغه اعلامیه کې ویلي« د دندې له پیل راهیسې د ولسمشر محمد اشرف غني له پر ما باور څخه مننه خو د وحدت او ملي اجماع د حفظ او ټینگښت، د سولې او امنیت د رامنځ ته کېدو، سیاسي مدیریت، انتخاباتي چارو، ښه حکومتداري او د هېواد د سیمه یزو او نړیوالو اړیکو اړوند سیاستونو او روشونو په هکله د دولت د رهبرۍ په کچه د جدي اختلافونو په وجه مې" استفی مې وکړه.»

بل خوا ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د ښاغلي اتمر د استعفی خبر تایید کړی او ویلي یې دي، ولسمشر د ښاغلي اتمر استعفی منظوره کړې ده.

باید و ویل شي، چې محمد حنیف اتمر ولسمشر غني ته ډېر نېږدې کس او د هغه ښی مټ یادې ده، خو ویل کېږي، چې په دې وروستیو کې یې له ولسمشر سره پر ځینو مسایلو اختلافات راغلي او له همدې امله یې دنده پرېښوده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي