حمدالله محب د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وټاکل شو

4 سنبله 1397 ساعت 9:03

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار په توګه د محمد حنیف اتمر تر استعفی وروسته، په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وټاکل شو.


د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار په توګه د محمد حنیف اتمر تر استعفی وروسته، په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وټاکل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا مخکني سلاکار محمد حنیف اتمر پرون شنبې د وږي ۳ مه خپله استعفی ولسمشر ته وړاندې کړه.

نوموړي د خپلې استعفی لامل د حکومت سره پر ځینو مسایلو کې جدي اختلافات پر ګوته کړي، خو له ولسمشر غني څخه یې مننه کړې، چې له پیل څخه تر اوسه یې په ده اعتماد کړی وو.

په ورته وخت کې ارګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي اتمر استعفی منلې او د هغه پر ځای یې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ټاکلی دی.

خپله امریکا کې افغان سفیر حمدالله محب هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر غني څخه مننه کړې، چې دی یې د ملي امنیت شورا د سلاکار په توګه ټاکلی دی.

ښاغلي محب له ښاغلي اتمر او د هغه د ښو خدمتونو مننه او قدرداني کړې او ویلي یې دي، چې ښاغلي اتمر د هېواد له پاره په هره برخه کې نه ستړې کېدونکي خدمات کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 107646

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107646/

جمهور
  https://www.jomhornews.com