غزني کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

5 سنبله 1397 ساعت 9:27

د کورنیو چارو وزارت په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.


د کورنیو چارو وزارت په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د وږي ۵ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات پرون د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې د وسله والو درې عرادې موټر، ۷ عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107675

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107675/

جمهور
  https://www.jomhornews.com