۰

د غزني په جګړه کې کابو ۲۱ زره خلک بې کوره شوي

دوشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۷
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د هماهنګۍ اداره وايي، د غزني په جګړه کې شاوخوا ۲۱ زره خلک بې کوره شوي وو.
د غزني په جګړه کې کابو ۲۱ زره خلک بې کوره شوي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د هماهنګۍ اداره وايي، د غزني په جګړه کې شاوخوا ۲۱ زره خلک بې کوره شوي وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې اوس په غزنی بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی او په ښار کې د ویجاړو شویو ودانیو بیارغونه پیل شوې ده.

د راپور پر اساس ښار کې هټې او مارکېټونه پرانستل شوي، برېښنا راغلې، مخابراتي شبکې فعاله شوې او خلکو خپل عادي ژوند پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو د کابل – غزني لویې لارې ماینونه هم پاک کړي او لار پرانستل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د خوړو نړیوال سازمان او د افغان سرې میاشتې ټولنې ۸۶۰۰ کسانو ته بېړنۍ خوراکې مرستې هم رسولي‌ دي.

په راپور کې غزني ته د اوښتي زیان او هلته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو تر دې وړاندې راپورونو کې د لسګونو ولسي وګړو، امنیتي ځواکونو او سلګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي وو.

دغه راز د دې تر څنګ ګڼې ودانۍ، هټۍ، مارکېټونه او دفترونه په بشپړه توګه سوځول شوي او ویجاړ شوي و، چې میلیونه افغانۍ زیان یې اړولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي