د تاجکستان هوايي ځواک د افغانستان تخار ولایت کې بمبار کړی

5 سنبله 1397 ساعت 11:04

سیمه ییز چارواکي وايي، د تاجکستان هوايي ځواکونو د افغانستان په تخار ولایت کې هوايي بریدونه کړي، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.


سیمه ییز چارواکي وايي، د تاجکستان هوايي ځواکونو د افغانستان په تخار ولایت کې هوايي بریدونه کړي، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورنه زیاتوي، تاجکستاني الوتکو د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې دغه هوايي بریدونه تر سره کړي دي.

د معلوماتو له مخې برید د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه هغه مهال شوی، چې په سیمه کې د قاچاق وړونکو او تاجکستاني ځواکونو تر منځ نښته روانه وه.

راپورونه زیاتوي، چې د قاچاق وړونکو سره نښته کې دوه تاجک پوله ساتي سرتېري هم وژل شوي دي.

د تخار د والي ویاند محمحد جاوید هجري د پېښې پخلی کړی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې تاجکستان وايي د دوی پولې ته په څېرمه سیمو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه ډېر شوي دي. تاجکستاني رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له خولې لیکي، چې په ځينو سیمو کې دداعش او طالبانو فعالیتونه ډېر شوي دي او وخت ناوخت پر تاجکستاني خاوره بریدونه هم کوي.

سرچینه کاږي چې همدا دوه ورځې وړاندې ناپېژندل شوو کسانو له فرخار ولسوالۍ پر تاجکستاني ځواکونو بریدونه کړي دي او دوه کسه یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 
 


د مطلب کود: 107680

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107680/

جمهور
  https://www.jomhornews.com