۰
ډاکترعبدالله:

دا خبره بې بنسټه ده، چې ناپېژانده چورلکې د داعش ملاتړ کوي

دوشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۱
د افغان حکومت اجرائیه رییس دا خبرې او راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې ناپېژانده چورلکې افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي، وسلې او خوراکي توکي ورته غورځوي.
دا خبره بې بنسټه ده، چې ناپېژانده چورلکې د داعش ملاتړ کوي
د افغان حکومت اجرائیه رییس دا خبرې او راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې ناپېژانده چورلکې افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي، وسلې او خوراکي توکي ورته غورځوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله چې نن دوشنبې د وږي ۵ مه یې د وزیرانو شورا په غونده کې خبرې کولې و ویل دا خبرې چې ویل کېږي افغان دولت او افغان دولت نړیوال ملاتړ کوونکي له داعش څخه ملاتړ کوي په کلي صورت بې اساسه ده.

نوموړي په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر سعد ارهابي پر  وژل کېدو هم خوښي وښوده او ویې ویل، چې دا په هېواد کې د امنیت او ثبات په برخه کې یو لوی پرمختګ دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې د داعش د مشر وژل کېدو هم دا خبره بې اساسه کړه، چې ګڼې ناپېژانده چورلکې، افغان دولت او یا هم د دولت نړیوال ملاتړي د داعش مرسته کوي.

هغه و ویل« په دې شپو ورځو کې یو ځل بیا اورو او ادعا کېږي، چې ناپېژانده چورلکې راغلې او داعش اکمالوي، په دې تړاو چې هره انګېزه رامنځ ته کېږي، هېڅ بنسټ او اساس نه لري.»

د افغان حکومت اجرائیه رییس وايي، مساله دا ده، چې موږ د هېواد د وګړو په توګه مسوولیت لرو په اوسنیو شرایطو کې دا درک کړو، چې کوم عوامل د هېواد په قضایاو کې دخیل دي.

د عبدالله په وینا واقعیت دا دی، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او د افغانستان خلک له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړی لیکه کې ولاړ دي او قرباني ورکوي.

دی وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یوه لحظه هم د داعش له فعالیتونو هغه که د هېواد په شمال کې دي او یا د افغانستان په نورو سیمو کې بې خبره او غافل نه دي.

دغه راز عبدالله و ویل، چې د داعش سره د مبارزې به برخه کې نړیوال ځواکونه هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او داعش وسله وال په نښه کوي.

عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي په افغانستان کې د داعش د فعالیت له زیاتېدو اندېښه ښودلې او ادعا یې کړې، چې ځینې ناپېژانده چورلکې داعش ته وسلې او مهمات غورځوي.

روسان چې په افغانستان کې داعش د خپل هېواد او د سیمې د هېوادونو له پاره ګواښ بولي وايي په وار وار یې له داعش څخه د ناپېژانده چورلکو د ملاتړ په اړه له بهرنیو ځواکونو په دې اړه معلومات غوښتي، خو تر اوسه نه هم نړیوالو ځواکونو او نه هم افغان حکومت وضاحت ورکړی دی.

روسیه دا ادعا یو ځل بیا پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې څلورم ټاکل شوی مشر سعد ارهابي هم د افغانستان د ملي امنیت د راپور پر اساس د بهرنیو ځواکونو په یوه برید کې له ۱۰ نورو مهمو داعشیانو سره یو ځای و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي